ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف پرون مازیګر په ولسی جرګې کې د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه له انتخابیدا وروسته پخپلې وینا کښې د خارجي سیاست د پیاوړي کولو لپاره د اسلام اباد د راتلونکي حکومت په ارادې ټینګار وکړ .
هغه له ایران اسلامي جمهوریت سره اړیکې مهمې او ورورګلویزې وبللې او ټینګار یې وکړ مونږ له ایران سره د اسلام اباد د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د پیاوتیا ملاتړ کوو .
د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان حالاتو او په سیمه او نورو ګاونډیو هیوادونو باندې په دغه هیواد کښې د کړکیچ د سختیدا پایلو ته په اشارې سره د افغانستان له خلکو سره د سمدستي مرستو کولو او د دغه هیواد په انساني او اقتصادي کړکیچ د غلبې لپاره د هڅې غوښتنه وکړه .
شهباز شریف له امریکا سره د اسلام اباد په پیچلیو اړیکو او د دواړو هیوادونو ترمینځ په اختلاف لرلو باندې اعتراف سره وویل اسلام اباد له واشنګټن سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
https://parstoday.com/ps/news/iran-i114652